امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ادارې د ترهګرۍ ضد نوې تګلارې په اړه په خپره کړې سريزه کې ویلي، چې امریکا به د خپلو مخالفانو، ترهګرو ډلو او هغو حکومتونو پر ضد سخت او پراخ اقدامات وکړي چې د واشنګټن په وینا د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
ټرمپ ویلي، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۲۰مه له بېرته واک ته رسېدو وروسته یې امریکا له «کمزورۍ او تسلیمۍ» راایستلې او اوس امریکا یو ځل بیا د «امریکا لومړی» سیاست تعقیبوي.
هغه ادعا کړې چې امریکايي ځواکونو د واک ته له رسېدو یوازې ۴۳ ورځې وروسته په افغانستان کې د ابي ګېټ د برید اصلي طراح نیولی دی. د کابل هوايي ډګر د ابي ګېټ په برید کې، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر مهال شوی و، ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي وو.
ټرمپ ویلي، په یوه کال کې یې ۱۰۶ امریکايي یرغمل بېرته هېواد ته راستانه کړي او د دې لپاره یې باج نه دی ورکړی. هغه همداراز ویلي، د «مسلم ورورولۍ» ځینې مهمې څانګې یې رسمي ترهګرې ډلې اعلان کړې دي.
د امریکا ولسمشر ویلي، د کورني امنیت وزارت یې د ناقانونه کډوالو، جنايي بهرنیانو او د جهادي افکارو د ملاتړو د ایستلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.
هغه ادعا کړې چې امریکا په غزه کې جګړه درولې، د پاتې یرغمل شویو کسانو خوشې کېدل یې یقیني کړي او هڅه کوي غزه نور د ترهګرو او سختدریځو ډلو لپاره خوندي پټنځای پاتې نه شي.
ټرمپ د «منځنۍ شپې ګوزار» او «ستر قهر» په نوم د عملیاتو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې دغو عملیاتو ایران، چې نوموړي د نړۍ د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی بللی، سخت زیانمن کړی څو اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
هغه همداراز ویلي، امریکا به د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو کارټلونو، وسلوالو ډلو او د انسان قاچاق کوونکو پر ضد پوځي او امنیتي ځواک وکاروي. ټرمپ ویلي، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو یې هم نیولی او د امریکا عدالت ته سپارلی دی.
د امریکا ولسمشر په پای کې خبرداری ورکړی چې هره ډله یا شخص چې امریکایانو ته د زیان رسولو هڅه وکړي، امریکا به یې تعقیب او له منځه یوسي


