دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاڅکزی: پښتانه چې پنجاب ته د مزدورۍ لپاره ځي پولیس یې نیسي،...

اڅکزی: پښتانه چې پنجاب ته د مزدورۍ لپاره ځي پولیس یې نیسي، او افغان یې اعلانوي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی ويلي، «په کوم انداز چې افغانان له دې ځایه وایستل شول، په همدې وخت کې د پاکستان لکونه خلک دوه ګونې تابعیت لري. د افغانستان خلکو هم دلته دوه ګونې تابعیت لرلی شو. افغانان دلته راغلل. د هغوی اولادونه دلته وزېږېدل. زموږ په پوهنتونونو کې یې زده کړې وکړې، دلته یې کاروبارونه کول او په آخر کې موږ هغوی وشړل. دا په هیڅ ځای کې نه وو شوي.»

 

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: «زموږ د غرنیو سیمو خلکو ته اردو ویل نه ورځي. هغوی پنجاب ته د مزدورۍ لپاره راځي. پولیس یې نیسي، افغان یې اعلانوي او بیا یې په تھانو کې بندوي.»

ښاغلي اڅکزي ويلي: «زما رایه دا ده چې بالکل افغانستان ته پکار ده چې دا دعوه وکړي چې ټوله نړۍ، امریکا او د هغې ملګري، شوروي اتحاد او د هغه ملګري زما پوروړي دي. هغوی افغانستان برباد کړ.»

دغه راز نوموړي ويلي؛ «زموږ پښتني سیمې، بلوچستان او خیبر پښتونخوا دواړه، او بلوڅي سیمې له ایران سره په تجارتي توګه تړلې دي. دا دواړه صوبې خپل ځان پخپله پاللی شو. د چمن سپین بولدک پر لاره به هره ورځ زرګونه خلک کندهار ته تلل، له هغه ځایه به یې یو ټایر راوړ، په هغه به یې د کور ګوزاره کېده. اوس مو له اقتصادي پلوه د هغوی پر مرۍ پښه اېښې ده ولې؟»

اڅکزی وايي: «له هندوستان سره مو څو ځله جنګونه شوي دي. خو د لاهور او واګې ترمنځ هیڅ چیک پوسټ نشته. لیکن د کوټې او چمن ترمنځ تاسې باید له زرګونو چیک پوسټونو تېر شئ.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه