دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې د درملو او خوړو لابراتواري سیسټم لپاره نږدې ۵...

په افغانستان کې د درملو او خوړو لابراتواري سیسټم لپاره نږدې ۵ میلیونه ډالره پانګونه

د افغانستان په هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو څانګې اعلان کړی چې د نږدې ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت عصري لابراتواري تجهیزات پیرودل شوي، چې شاوخوا نیمایي یې هرات ته رسیدلي دي.

د چارواکو په وینا، د تجهیزاتو د لېږد د پروسې له بشپړېدو وروسته به د درملو او طبي محصولاتو د کیفیت د معاینې لابراتوار په نږدې راتلونکي کې په بشپړ ډول فعال شي.

د افغانستان د خوړو او درملو د ادارې مشر «ډاکټر فیروز احمد یارزاده» باختر آژانس ته ويلي، چې دا مهال په دغه لابراتوار کې د خوړو په برخه کې ځینې ازموینې ترسره کېږي، خو د ټولو تجهیزاتو له نصبولو وروسته به د درملو د ارزونې برخه هم نوره پراخه شي.

په ورته وخت کې، د افغانستان په لویدیځ زون کې د درملو او طبي محصولاتو د کیفیت د کنټرول مسؤل «عبدالسمیع رسولي» وویل، چې د دغه مرکز په فعالیدو سره به سوداګرو او صنعتکارانو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي او د نمونو د معاینې پروسه به چټکه او معیاري شي.

د افغان واکمن حکومت د چارواکو په خبره، د دغه لابراتوار له بشپړ فعالیت سره به په «تورغونډۍ، اسلام کلا او روزنک» بندرونو کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت څارنه نوره هم اغېزمنه شي، چې هېواد ته د بې کیفیته درملو او طبي محصولاتو د واردولو په مخنیوي کې به لویه مرسته وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه