د افغانستان د تخار ولايت امنیه قومندانۍ ویاند نظام الدین عمیر ویلي، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د درقد ولسوالۍ د پولیسو پر همکارۍ د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې ۱۳۰ بوتله الکولي مشروبات کشف او ونیول.
د نظام الدین عمیر د څرګندونو له مخې؛ قاچاق وړونکو هڅه کوله، چې دا مشروبات له ځنګلي لارو هېواد ته راولېږدوي؛ خو امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته سمدلاسه ورودانګل او د لېږدولو مخه یې ونیوله.
هغه زیاته کړې، چې په پېښه کې ککړ کسان د امنیتي ځواکونو له رسېدو مخکې تښتیدلي او د هغوی د پېژندلو او نیولو هڅې اوس هم روانې دي. امنیتي چارواکو ټینګار کړی، چې په دې ولایت کې له قاچاق او جرمونو سره مبارزه تر پاملرنې لاندې ده او بشپړه څارل کیږي.


