شنبه, مې 30, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزرمت کې د یتیم ماشوم د مڼو باغ تباه؛ خلک د عاملینو...

زرمت کې د یتیم ماشوم د مڼو باغ تباه؛ خلک د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

انسانان څه حتى بوټي ترې هم په امن نه دي افغانان لا هم د يو بل نابودي د ځان بری بولي، لا هم د ناپوهۍ، تعصب او بې‌رحمۍ په تيارو کې ورک دي. پر ځای د دې چې د يو بل لاس ونيسو، د يو بل د زحمتونو د له منځه وړلو لارې لټو

راپور: داود جبارخیل

انسانان څه حتى بوټي ترې هم په امن نه دي افغانان لا هم د يو بل نابودي د ځان بری بولي، لا هم د ناپوهۍ، تعصب او بې‌رحمۍ په تيارو کې ورک دي. پر ځای د دې چې د يو بل لاس ونيسو، د يو بل د زحمتونو د له منځه وړلو لارې لټو.

تازه خبرونه وايي، د زرمت ولسوالۍ په يوه سيمه کې د مڼو يو رسېدلی باغ د نامعلومو کسانو له لوري وهل شوی او سخت زيان ورته اوښتی دی.

ويل کېږي، د دغه باغ څښتن يو يتيم ماشوم دی؛ هغه ماشوم چې ښايي د خپل ژوند ټولې هيلې، د خپلې کورنۍ د نفقې تمه او د راتلونکي خوبونه يې له همدې باغ سره تړلي وو.

ځايي خلک وايي، باغ په داسې وخت کې وهل شوی چې مڼې رسېدلې وې او د حاصلاتو د راټولولو وخت نږدې و. د خلکو په خبره، ونې ماتې شوې، مېوې له منځه يوړل شوې او د کلونو زحمت په څو شېبو کې تباه شو.

د سيمې اوسېدونکي په خواشينۍ وايي، دا يوازې د يو باغ د خرابېدو موضوع نه ده، بلکې د يوې بې‌وسې کورنۍ د راتلونکي، د يو يتيم د هيلو او د هغه د ژوند د يوازينۍ وسيلې له منځه وړل دي.

خلک پوښتنه کوي، تر کومه به موږ د يو بل د اوښکو تماشه کوو؟ تر کومه به د يو يتيم د خولې مړۍ هم خوندي نه وي؟او تر کومه به د انسانيت پر ځای کينه، حسد او ظلم واکمن وي؟

يو شمېر سپين‌ږيري او د سيمې مشران وايي، پخوا به خلک د يو بل د فصلونو، باغونو او شتمنيو ساتنه کوله، خو اوس داسې حالت رامنځته شوی چې خلک د يو بل په تاوان کې خپله ګټه لټوي.

دوی ټينګار کوي، که په ټولنه کې د پوهاوي، تعليم، رحم او ورورولۍ روحيه پياوړې نه شي، نو دا ډول پېښې به يوازې د خلکو اقتصاد نه، بلکې د انسانيت احساس هم له منځه يوسي.

ځايي خلک له مسؤلو ادارو غواړي، چې د دې پېښې عاملين پيدا او قانون ته وسپاري، څو بيا څوک د يو بې‌وسه انسان د زحمتونو د تباه کولو جرأت ونه کړي.

رحم، انصاف او انسانيت هغه څه دي چې نن يې زموږ ټولنه تر هر وخت زياته اړتيا لري. که موږ د يو بل درد احساس نه کړو، نو بيا به مو راتلونکی هم له همدې تيارو ډک وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه