د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، روس او افغانستان پرون د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.
د روسي خبري اژانس «انټرفاکس» د معلوماتو له مخې، د دغه تړون د لاسلیک مراسمو کې د افغانستان د دفاع وزیر او د روسیې د امنیت شورا منشي ګډون کړی و.
سرچینو تر اوسه د تړون د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.
د افغانستان د دفاع وزیر دا مهال د روسیې د امنیت شورا له لوري جوړ شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره په مسکو کې حضور لري.


