د پاکستان د اپوزېسیون مشر، محمودخان اڅکزي په یوه خپرونه کې ویلي، افغانستان د برېټانیوي هند او پخواني شوروي هدیره ګرځېدلې او امریکا هم په دغه هېواد کې له کړاوونو سره مخ شوې وه.
هغه ویلي، د افغانستان نیول ښایي د ګاونډیانو لپاره اسانه وي خو ساتل یې سخت کار دی.
اڅکزي زیاته کړې چې دا ډول «شوق» د پاکستان لپاره ډېر خطرناک دی او اجازه باید ورنکړ شي چې دغه هېواد د پاکستان پر هدیرې هم بدل شي.
محمود خان اڅکزی ویلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي په مشرۍ دې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په ګډون د پاکستان او افغانستان ترمنځ مخامخ خبرې وشي او ستونزې دې د خبرو له لارې حل شي.


