دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان په لغمان ولایت کې د سیلانیانو لپاره دوه مجهز هوټلونه...

د افغانستان په لغمان ولایت کې د سیلانیانو لپاره دوه مجهز هوټلونه جوړېږي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د څېړنې او ګرځندوی پراختیا ریاست په لغمان ولایت کې د دوو معیاري هوټلونو او د سیلانیانو لپاره د استوګنې د مرکزونو د جوړولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان دولتي اژانس «باختر» د خبر له مخې، د یاد ریاست مشر مولوي محمد صادق صداقت لغمان ته د سفر پر مهال له ځايي چارواکو سره وکتل او د ګرځندوی د بنسټونو د پراختیا په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر، محمد یعقوب ایوبي، د دغه ولایت د ښکلو او طبیعي سیمو په اړه معلومات ورکړل. هغه یادونه وکړه چې لغمان په مرکز او ولسوالیو کې داسې مهمې سیاحتي سیمې لري چې په بېلابېلو فصلونو کې زرګونه نندارچیان ورته راځي.

د یاد ریاست په وینا، د مسافرینو لپاره د غوره اسانتیاوو برابرولو په موخه به په دغه ولایت کې دوه مجهز هوټلونه جوړ شي چې د اوسېدو او خوړو مناسب خدمات به وړاندې کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه