جمعه, مې 1, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ایران ستر مذهبي مشر: د اتومي او توغندیزو وړتیاوو ساتنه زموږ...

د ایران ستر مذهبي مشر: د اتومي او توغندیزو وړتیاوو ساتنه زموږ ملي پانګه ده

د «اسوسيېټډ پرېس» د راپور له مخې، د ایران ستر مذهبي مشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسلامي جمهوري ایران به خپله «اتومي او توغندیزه وړتیا» د یوې ملي پانګې په توګه وساتي.

آیت الله مجتبی خامنه يي په یوه لیکلي بیان کې، چې د ایران د دولتي ټلویزیون د ویاند له خوا ولوستل شو، یو ځل بیا د سرکشۍ او ننګونې غږ پورته کړ. نوموړي ټینګار وکړ چې په فارسي خلیج کې د امریکایانو یوازینی ځای «د اوبو تل» دی او په سیمه کې د تاریخ «نوی فصل» لیکل کېږي. مجتبی خامنه يي وروسته له هغه چې د ایران د ستر مذهبي مشر په توګه دندې ته رسیدلی، ډېری وخت خپل پیغامونه په همدې بڼه خپروي.

د «اي پي» راپور له مخې، دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران پر تیلو فشارونه زیات شوي او د امریکا سمندري ځواکونو د ایران د تیلو کښتیو مخه ډب کړې ده. بلخوا، د پنجشنبې په ورځ په نړیوالو بازارونو کې د برنټ خامو تیلو بیه ۱۲۶ ډالرو ته پورته شوه، ځکه ایران لا هم د هرمز تنګي باندې خپله ولکه ساتلې ده؛ دا هغه مهمه لار ده چې د نړۍ د تیلو او طبیعي ګازو پنځمه برخه ترې تېرېږي.

خامنه يي وویل: «د خدای په نصرت او قدرت سره، د فارسي خلیج د سیمې روښانه راتلونکی به د امریکا پرته وي، داسې یو راتلونکی چې د خپلو خلکو د پرمختګ، سوکالۍ او هوساینې لپاره به وي.» راپورونه وايي چې نوموړی د فبرورۍ د ۲۸مې په هغه برید کې ټپي شوی و چې د هغه ۸۶ کلن پلار، آیت الله علي خامنه يي په کې ووژل شو.

هغه زیاته کړه: «موږ او د فارسي خلیج او عمان بحیرې په غاړو کې پراته ګاونډیان ګډ برخلیک لرو. هغه پردي چې له زرګونو کیلومترو لیرې دلته د تمې او کینې لپاره راځي، په دې سیمه کې هیڅ ځای نه لري، پرته له دې چې د اوبو په تل کې ښخ شي.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه