د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې ۵۳۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د یادکمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۱۵ کورنۍ چې ۵۳۵۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
د خبر له مخې، تېره ورځ ۷۳۹ راستنې شوې کورنۍ چې ۴۲۴۱ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۷۷۸ کورنیو سره مرسته شوې ده.
یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۸۷۵ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.


