د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي له قطر څخه کانګو ته د ۱۱۰۰ افغانانو د استولو له پلانه خبر نه دی.
ټرمپ تېره شپه سپینه ماڼۍ کې د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه نه پوهېږي خو احوال به واخلي.
نیویارک ټایمز تېره اوونۍ راپور ورکړی وو چې امریکا پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر له یوه پوځي کمپه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
په «سیلیه» کمپ کې میشت افغان کډوال هم چې له کلونو راهیسې امریکا ته د لېږد په تمه دي د خپل نامعلوم وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.


