جمعه, مې 1, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران وړاندیز رد...

امریکا د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران وړاندیز رد کړ

د ایران له لوري د یوې نوې وړاندیز شوې طرحې په اړه د نړیوالو رسنیو راپورونه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره د ایران وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې سمندري محاصره به تر هغه وخته پورې دوام ولري چې تهران د اټومي تړون سره هوکړه وکړي.

د امریکا ولسمشر له «ایګزیوس» خبرې ویبپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دا محاصره «تر بمبارۍ یو څه ډېره اغېزناکه» وه او وضعیت به د هغوی (ایرانیانو) لپاره «لا پسې خراب» شي.

نوموړي له ایګزیوس سره په دې ۱۵ دقیقه يي مرکه کې زیاته کړه: «دوی غواړي روغه جوړه وکړي. دوی نه غواړي چې زه محاصرې ته دوام ورکړم. زه نه غواړم محاصره لیرې کړم، ځکه زه نه غواړم چې هغوی اټومي وسله ولري.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه