د افغانستان د هلمند ولايت په لښکرګاه کې د هیموډالیسز یونټ پرانیستل شو، چې د پښتورګو ناروغانو ته اسانتیاوې برابروي.
د افغانستان د هلمند والي مولوي امان الدین منصور هم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون درلود. په دې مراسمو کې د افغانستان د عامې روغتیا ریاست مشر ډاکټر نقیب الله فتح وویل چې دا یونټ لس بستره لري او د روغتیا ریاست د اصلي روغتون په ودانۍ کې جوړ شوی دی.
هغه وویل چې پر دې پروژې ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د فاطمه فلاحي بنسټ لخوا مالي ملاتړ شوی دی. دا یونټ په عصري ماشینونو سمبال شوی ترڅو ناروغانو ته باکیفیته او پر وخت درملنه وړاندې کړي.
د ډاکټر فتح په وینا، هیموډالیسز یوه طبي پروسه ده چې په کې د ناروغ وینه د ماشین په واسطه پاکیږي او بیا بدن ته راستنیږي، او دا د پښتورګو ناروغانو لپاره خورا مهمه درملنه ده.
هغه وويل چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د هلمند د پښتورګو ناروغان نور اړ نه وي چې د درملنې لپاره نورو ولايتونو ته سفر وکړي.
د هلمند والي د روغتيا سکتور د يوې اساسي اړتيا په توګه يادولو سره وويل چې دا ډول پروژې د خلکو د ژوند ژغورلو او هوساينې لپاره خورا مهمې دي.


