جمعه, مې 1, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ۱۰ زره میګاواټه برېښنا پروژه؛ افغانستان ته د ماشینونو د لېږد...

د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا پروژه؛ افغانستان ته د ماشینونو د لېږد چمتووالی بشپړ شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، خان جان الکوزي اعلان کړی چې هېواد ته د برېښنا تولیدونکو فابریکو د ماشینونو د لېږد ټولې چارې بشپړې شوې دي.

نوموړي د ملي سوداګر میرویس عزیزي له قوله ویلي چې دا ماشینونه به ډېر ژر هېواد ته راولیږدول شي. د دغې لویې پروژې په ترڅ کې به د نږدې ۱۰ میلیارده ډالرو په پانګونې سره ۱۰ زره میګاواټه برېښنا تولید شي، چې افغانستان د انرژۍ په برخه کې پر ځان بسیاینې ته نږدې کولای شي.

میرویس عزیزي تر دې وړاندې اروپا ته د خپل سفر پر مهال د اتریش په سالزبورګ ښار کې د برېښنا دکوټونو لپاره د پېرل شویو ماشینونو لیدنه کړې وه، چې هلته په تخار کې د ۱۶۵ میګاواټه برېښنا د فابریکې لپاره وسایل اخیستل شوي دي.

دغه راز ویانا ته نږدې د ۳۵۰ میګاواټه ظرفیت لرونکي بل یونټ لیدنه هم شوې، چې په بغلان کې د برېښنا تولید پروژې لپاره ځانګړی شوی دی.

د راپورونو له مخې، په تخار او بغلان کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید دوې فابریکې د دغې سترې پروژې د لومړي پړاو برخه ده، چې مجموعي تولید به یې ۸۴۵ میګاواټه وي. په دې کې د لمر وړانګو (سولر) څخه د برېښنا تولید درې پروژې هم شاملې دي چې ۳۳۰ میګاواټه ظرفیت لري.

د کارپوهانو په باور، دا پروژه به نه یوازې د برېښنا کمښت راکم کړي، بلکې د صنعتي ودې، کاري فرصتونو او د وارداتي برېښنا پر انحصار به هم د پام وړ اغېز وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه