چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسماعيل بقايي: په اسلام اباد کې د تهران او واشنګټن ترمنځ کومه...

اسماعيل بقايي: په اسلام اباد کې د تهران او واشنګټن ترمنځ کومه مستقیمه کتنه نه ده پلان شوې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د ایران او امریکا پلاوي به په اسلام‌اباد کې سره وګوري.

 

بقایي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ایراني پلاوی به یوازې له پاکستاني چارواکو سره د روانو هڅو او د جګړې د پای‌ته رسولو په اړه خبرې وکړي او د تهران او واشنګټن ترمنځ کومه مستقیمه کتنه نه ده پلان شوې.

 

نوموړي زیاته کړې چې د ایران پیغام به د پاکستان له لارې امریکا ته ولېږدول شي. په همدې حال کې د ایران پلاوی د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ اسلام‌اباد ته رسېدلی او له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره یې لیدنه کړې ده.

 

بل لور ته، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ویلي چې د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او جېرډ کوشنر به هم نن اسلام‌اباد ته سفر وکړي، څو له ایراني پلاوي سره مستقیمې خبرې وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه