جمعه, مې 1, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه: د ژورو او پيچلو کړکېچونو سره، سره بیا هم افغانستان...

ملګري ملتونه: د ژورو او پيچلو کړکېچونو سره، سره بیا هم افغانستان سره مرستې روانې دي

د ملګرو ملتونو راپور ورکونکي «اندریکي راتوات» د افغانستان ورستيو کړکېچونو کې د م.م مرستو په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

نوموړي په خپل راپور کې ويلي, د سیسټمیکو محدودیتونو، جبري راستنېدلو او اقلیمي ټکانونو له امله د ساتنې (Protection) ژور بحران په افغانستان کې د نړۍ یو له تر ټولو سختو او پېچلو «حفاظتي بحرانونو» څخه سر راپورته کړی، چې بېلابېلو عواملو د بشري اړتیاوو کچه او شدت نور هم زیات کړی دی. د دې بحران په مرکز کې پر جنسیت ولاړ محدودیتونه دي چې د زده کړې، کار، ټولنیز ګډون او بنسټیزو خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی خورا محدود کړی دی. دغو محدودیتونو د نیمایي نفوس د مقابلې وړتیا له منځه وړې او د بشري ادارو وړتیا یې هم کمه کړې چې اصولي او هر اړخیزې مرستې ورسوي. د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو بندیز، په کلیدي سکتورونو کې د ښځو پر کار ممانعت او د ښځینه مرسته رسوونکو پر وړاندې پرله پسې محدودیتونو د خطرونو په زیاتوالي کې مرسته کړې. په داسې نازک چاپیریال کې، جیوپولیټیکي ترینګلتیاوې او سیمه ییزه بې ثباتي نور اضافي فشارونه دي.

ورته مهال، افغانستان په نږدې تاریخ کې د کډوالو د راستنېدو له تر ټولو لویې څپې سره مخ دی. په تېرو دوو کلونو کې، شاوخوا ۵ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي، چې دا د هېواد په نفوس کې نږدې ۱۰ سلنه زیاتوالی دی. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۸ میلیونه افغانان راستانه شوي – چې په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړه کلنۍ شمېره ده. ډېری دا کسان په جبري ډول، بې له اسنادو او شتمنیو راغلي، چې په ځانګړي ډول په سرحدي ولایتونو او لویو ښارونو کې یې پر خدماتو فشار خورا زیات کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي، افغانستان همدارنګه د اقلیمي ناورینونو سره په مبارزه کې دی. کلونو وچکالۍ ځمکې لاندې اوبه وچې کړې، ورشوګانې یې له منځه وړې او کرنیز سیسټمونه یې کمزوري کړي؛ په داسې حال کې چې موسمي سیلابونه، ځمکې ښوېدنې او زلزلې لا هم کورونه، معیشت او زیربناوې ویجاړوي. دغه چاپېریالي ټکانونه له اقتصادي ننګونو سره یو ځای شوي: تر ۷۰ سلنې ډېرې کورنۍ وايي چې کافي خواړه نه لري او ډېری یې د بقا لپاره سختو لارو (لکه د ماشومانو ودول یا د وسایلو پلورلو) ته مخه کړې.

 

له بشري مرستو څخه بنسټیزو اړتیاو ته ستراتیژیک لېږد

د افغانستان د بحران اوږدمهاله طبیعت ته په کتو، ملګرو ملتونو داسې تګلاره غوره کړې چې د بېړنیو بشري مرستو او د «بنسټیزو انساني اړتیاوو» (BHN) د دوامداره پوره کولو ترمنځ انډول وساتي. دا تګلاره یو ستراتیژیک لېږد منعکس کوي، یعنې د لنډمهاله بېړنیو مرستو څخه د بنسټیزو خدماتو د ثبات او د کاري فرصتونو رامنځته کولو لوري ته حرکت.

د ملګرو ملتونو د ستراتیژیک چوکاټ (۲۰۲۳-۲۰۲۷) له مخې، هدف دا دی چې کلینیکونه فعال پاتې شي، د ټولنې پر بنسټ زده کړې دوام ومومي، د اوبو سیسټمونه وساتل شي او زیانمنې کورنۍ معیشتي فرصتونه ولري. د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۵ کال کې د روغتیا په برخه کې د پانګونې له امله ۳۴ میلیونه خلکو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی وموند او ۴.۶ میلیونه ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شوه.

د نړیوالو مرستو کمښت او د همغږۍ اړتیا

نوموړي په راپور کې ویلي، نړیوال بشري وضعیت په چټکۍ سره بدلیږي. د نورو لویو بحرانونو له امله، افغانستان د بسپنه ورکوونکو د لومړیتوبونو له لېست څخه کښته کیږي. په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د بشري غبرګون پلان یوازې ۴۲ سلنه بودیجه ترلاسه کړه، چې له امله یې بشري شریکان اړ شول چې خپل فعالیتونه محدود کړي.

په داسې محدود بودیجوي حالت کې، ملګري ملتونه د بېلابېلو برخو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار کوي. دا نوې همغږي په هغو ولسوالیو کې ډېره اغېزناکه ثابته شوې چې د راستنېدونکو شمېر پکې لوړ دی یا د اقلیمي ټکانونو سره مخ دي. هلته هڅه کیږي چې مرستې او بنسټیز خدمتونه په یو ځای او همغږي ډول وړاندې شي.

اندریکي راتوات په اخر کې ويلي:

افغانستان د یو سخت حفاظتي بحران، دوامداره بشري اړتیاوو او د نړیوالې پاملرنې د کمښت په څلورلاره کې ولاړ دی. سره له دې، په ساحه کې د بشري او پراختیایي فعالانو ژمنتیا هماغسې ثابته ده. د یوې ستراتیژیکې لېږدېدنې له لارې چې بشري مرستې د بنسټیزو خدماتو له وړاندې کولو سره تړي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې د انساني کرامت ساتنه وکړي او د ټولنو مقاومت پیاوړی کړي.

د نړیوالې ټولنې دوامداره تعامل او د بسپنه ورکوونکو نوې ژمنتیا به دا وټاکي چې آیا هغه سیسټمونه چې میلیونونه خلک ورپورې تړلي دي، دوام موندلی شي که نه. په داسې یو حالت کې چې د کډوالو راستنېدل او جیوپولیټیکي ترینګلتیاوې اوج ته رسېدلي، دا ملاتړ یوازې د ژوند ژغورنې وسیله نه، بلکې د یوې باثباته راتلونکې بنسټ دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه