جمعه, مې 1, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله ایران سره د امریکا پر جګړه تر اوسه نږدې ۲۵ میلیارده...

له ایران سره د امریکا پر جګړه تر اوسه نږدې ۲۵ میلیارده ډالره لګښت راغلی دی

د برتانوي خبري اژانس «رویټرز» په وینا، د امریکا د جګړې وزارت (پنټاګون) یوه چارواکي د لومړي ځل لپاره د حکومت له لوري د دې جګړې د لګښتونو جزییات په ډاګه کړي دي.

په امریکا کې تر نیمه مهاله ټاکنو یوازې شپږ میاشتې وړاندې، د ولسمشر ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند په ایوان (کونګرس) کې د خپل اکثریت ساتلو لپاره له یوې سختې ننګونې سره مخ دی.

په امریکا کې د عامه افکارو د وروستیو سروې ګانو له مخې، د ایران د نامقبولې جګړې له امله دا مهال ډیموکراتان له جمهوري غوښتونکو څخه مخکې دي.

په دفاع وزارت کې د کنټرولر په توګه دنده ترسره کوونکي، «جولز هرسټ» د استازو مجلس د وسله والو خدماتو کمیټې قانون جوړونکو ته وویل: «د دې پيسو زیاته برخه د مهماتو او جنګي تجهیزاتو لپاره ځانګړې شوې وه.»

خو نوموړي دا ونه ویل چې آیا دا پیسې به په منځني ختیځ کې د جګړې پر مهال د ویجاړ شوي بنسټیز جوړښت د بیارغونې او ترمیم لپاره هم ولګول شي که نه.

د وسله والو خدماتو په کمیټه کې د ډیموکراتانو مخکښ مشر «ایډم سمیټ» جولز هرسټ ته وویل: «زه خوښ یم چې تاسو د دې پوښتنې ځواب ورکړ، ځکه موږ له ډېرې مودې راهیسې پوښتنه کوله او چا موږ ته د جګړې لګښتونه نه وو ښودلي.»

د یادولو وړ ده چې په دې جګړه کې تر اوسه ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.

د جګړې له امله په ټوله نړۍ کې د تیلو او ګازو لېږد رالېږد اغېزمن شوی، چې ورسره په امریکا کې هم د پټرولو او سرې په څېر د توکو بیې لوړې شوې دي.

یاده دې وي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو جګړه د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې وه؛ د اپریل په ۸مه د امریکا او ایران ترمنځ شوې ‘نازکه’ اوربند لا هم پر ځای دی.

د جګړې له پیل وروسته پنټاګون منځني ختیځ ته په زرګونو پوځیان استولي دي، سربېره پر دې د امریکا درې سمندري بېړۍ هم په سیمه کې شتون لري.

د ایران جګړې له پیل راهیسې د ولسمشر ټرمپ په محبوبیت کې هم کموالی راغلی دی. د یوې تازه سروې له مخې، یوازې ۳۴ سلنه امریکایان د دې جګړې ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د اپریل په نیمایي کې ۳۶ سلنه خلک د دې جګړې پلویان وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه