د افغانستان د اوسني حکومت د لومړي وزیر د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي سره په لیدنه کې ویلي چې ا.ا تل غواړي له پاکستان سره کړکېچ پای ته ورسوي او دوستانه اړیکې پیاوړې کړي.
د افغانستان د لومړي وزیر د دفتر د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د برتانیا استازي د افغانستان او پاکستان په وروستیو راکټي بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې کړکېچ باید پای ته ورسیږي او متقابل باور رامنځته شي.
ډاکټر ملا عبدالواسع د کنړ په اسد آباد کې د استوګنې سیمو او پوهنتون باندې د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او ویې ویل چې د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو په نښه کول په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي.
هغه وویل چې افغانستان په هیچا برید نه کوي او نه هم د تاوتریخوالي ملاتړ کوي، بلکې د هیواد حاکمیت او د خپلو اتباعو د دفاع حق خوندي کوي.
هغه د برتانیا له استازي څخه وغوښتل چې حقایق درک کړي او په روښانه توګه اصلي مسؤل اړخ روښانه کړي.
ډاکټر عبدالواسع وویل چې ا.ا له پاکستان سره د اړیکو ښه کولو ته لیواله دی او د افغانستان خاوره به د بل هیواد پر ضد د کارولو اجازه ورنکړل شي، په داسې حال کې چې پاکستان هم باید خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.


