لیکنه: داودجبارخیل
څېړونکي وایي چې ځینې بیولوژیکي عوامل، لکه امیندوارۍ او د ماشوم شیدې ورکول، ښايي په ښځو کې د ځینو سرطانونو د خطر په کمولو کې مرسته وکړي.
یوه نوې څېړنه ښيي چې د انسان ټولنیز حالت، په ځانګړي ډول واده، د سرطان د خطر له کچې سره تړاو لري. د څېړنې له مخې، واده شوي کسان د ناواده کسانو په پرتله د سرطان له ناروغۍ سره لږ مخ کېږي، په ځانګړي ډول هغه سرطانونه چې له مخنیوي کېدونکو عواملو لکه سګرټ څکولو او الکولو کارولو سره تړلي دي.
دا څېړنه د امریکا د میامي پوهنتون د میلر طب پوهنځي له خوا ترسره شوې او د Cancer Research Communications په ژورنال کې خپره شوې ده. څېړونکو د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د امریکا په ۱۲ ایالتونو کې د څه باندې ۱۰۰ میلیونو کسانو معلومات ارزولي، چې پکې د واده حالت او د سرطان تر څلورو میلیونو زیاتې پېښې شاملې وې.
پایلې ښيي چې هغه کسان چې هېڅکله یې واده نه دی کړی، د واده شوو کسانو په پرتله د سرطان لوړه کچه لري، که څه هم ځینې یې مخکې واده شوي وي. دا اړیکه په ځانګړي ډول په هغو سرطانونو کې ډېره څرګنده ده چې د مخنیوي وړ خطرونو سره تړاو لري، لکه د سږو او مریو سرطان.
د څېړنې له مخې، د واده اغېز په ښځو کې تر نارینهوو زیات لیدل شوی. ناواده ښځې د واده شوو یا طلاق شوو ښځو په پرتله ۸۵ سلنه زیات د سرطان له خطر سره مخ دي، په داسې حال کې چې دا کچه په نارینهوو کې ۷۰ سلنه ده.
څېړونکي وایي، امیندوارۍ او د ماشوم شیدې ورکول ښايي په ښځو کې د سینې او د رحم د غاړې سرطان خطر راکم کړي.
سره له دې، څېړونکي ټینګار کوي چې یوازې واده کول د سرطان د مخنیوي تضمین نه شي کېدای. دوی زیاتوي چې دا څېړنه هغه کسان نه رانغاړي چې له واده پرته اوږدمهاله اړیکې لري، او سپارښتنه کوي چې ټول کسان، په ځانګړي ډول ناواده، باید د خطر عواملو څخه ځان وساتي او منظم طبي معاینات ترسره کړي.


