چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان د سنوکر پخوانی مشر وحیدالله اصغري کابل کې وژل شوی...

د افغانستان د سنوکر پخوانی مشر وحیدالله اصغري کابل کې وژل شوی دی

د افغانستان رسنيو راپور ورکړی، چې د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون پخوانی ريیس وحیدالله اصغري کابل ښار کې خپل کور ته نږدې له تښتول کېدو وروسته وژل شوی دی.

د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون سکرترجنرال شکیب سخي رسنیو ته تایید کړې چې وحیدالله اصغري د روانې اونۍ د سه‌شنبې په ورځ د کابل ښار قلعه فتح‌الله کې خپل کور ته نږدې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی و.

د هغه په وینا، د اصغري جسد د پنج‌شنبې په ورځ د عدلي طب له خوا د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.

په همدې حال کې، د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویاند الله‌محمد مشواني هم ویلي چې اصغري د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی او د دې پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې.

د افغانستان ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د اصغري د مړینې له امله د اریانا سنوکر اتلولۍ جام ته د لارموندنې سیالۍ هم ځنډول شوې دي.

وحیدالله اصغري د کلونو لپاره د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون د رئیس په توګه دنده ترسره کړې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه