پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخیبر پښتونخوا نه ۲ میلیونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه...

خیبر پښتونخوا نه ۲ میلیونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي

د  خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په مشرۍ د روانې میاشتې په ۲۲ مه نیټه د افغان کډوالو د وضعیت ارزونې لپاره غونډه وشوه په دې مهال اړوند چارواکو وويل چې له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ پورې شاوخوا ۲ میلیونه افغان ګډوال بیرته هیواد ته ستانه شوي او له دې سره سم لس کمپونه خالي شوي .

د غونډې په مهال یادونه وشوه چې د تورخم له لارې هره ورځ درې زره کډوال هېواد ته ستنېږي.

د افغان کډوالو د ادارې کمشنر له معلوماتو له مخې د پېښور ،نوشهره، ډیره اسماعیل خان، کوهاټ، بونیر، مردان، صوابي، ملاکنډ، دیر، مانسهره، لکي مروت، ټانک، هریپور او چترال په ګډون ۴۳ کمپونه د افغان کډوالو لپاره جوړ شوي وو خو د کډوالو د ستنېدو له امله لس کمپونه اوس خالي شوي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې ۲ میلیونه افغان کډوال د کال ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ کاله پورې په جلا جلا پړاوونه کې بیرته افغانستان ته ستانه شوي په دې اړه د پاکستان د تابعیت پاڼې ورکونکي ادارې نادرا دفتر چارواکو وويل چې په لنډي کوتل او تورخم پولیزه د تګ راتګ ځایونو کې د بایو میټریک اسانتیاوې برابرې شوي دي او کډوالو ته د بایو میټریک ثبت او د اسنادو ورکولو له لارې تګ راتګ بهیر اسانه شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه