لیکنه: حنیف خلیل
باچا خان پښتنو د پاره څه کړي دي دا تفصيل په ډيرو کتابونو کښې هم نه شي بيانيدی خو په يوه جمله کښې دومره قدر وييلی کيدی شي چې.
يو د خان او لينډ لارډ زوې خپل ټول ژوند د ژوند هره لحظه د پښتنو د يو والي بقا او وقار د پاره د خپل ژبلي پښتون اولس له سره ځار کړه.
په جواب کښې يې پښتنو باچا خان ته څومره مقام اهميت او درناوی ورکړو نو په دې اړه به وروستو يوه جمله ووايم، البته غير پښتنو باچا خان ته په کوم نظر کتلي دي په دې به لږ څه ووايم.
۱) د باچا خان د ژوند او مبارزې په اړه چې په سوونو کتابونه په شلګونو پي ايچ ډي او نور اعترافي ليکونه شوي دي هغو کښې نورې ژبې په ځاې پريږدو يواځې انګريزي او مغربي ليکونو کښې د هغه د قربانيو او مبارزې په اړه د غير پښتنو دغه يو څو ليکونکي څومره د لوې معيار دي چې په باچا خان يې کتابونه چاپ دي- پام ورته وکړئ.
مهاديو ډيسايي .. جے ايس برايټ.. ډي جي ټنډولکر.. پيارے لال.. ايکنات سوران.. جي ايل جوشي… ايم ايس کوريجو… ائير لينډ جانسن.. ايس ار بخشي.. پي ايس رامو… ګرداري لعل پوري.. هار انند.. راج موهن ګاندهي.. جين اختر سيرينا.. جے پرکاش ناراين… مکليکا بنرجي… او نور
۲) باچا خان هغه شخصيت دی چې په وفات يې د دريو ملکونو بيرغونه سرټيټي کړی شوي وو.. پاکستان هندوستان او افغانستان.
۳) باچا خان هغه اتل وو چې هند ورته خپل د ټولو نه لوې اعزاز… بهارت رتنا .. ورکړی وو نو هند دغه اعزاز د باچاخان د پاره نه بلکې هند د پاره د وياړ مقام منلی وو..
۴) باچان خان هغه شخصيت وو چې د ابوالکلام ازاد غوندې لوې عالم او مفسر په تفسير ترجمان القران کښې يې د مولانا ازاد صاحب اصلاح کړې وه نو ازاد صاحب يې د مننې سره اعتراف کړی وو او د باچا خان د اصلاح تاييد يې کړی وو.
۵) د جاويد احمد غامدي صاحب په وينا د مودودي صاحب د سختې ناروغۍ پوښتنې له ډير لوې شخصيات راغلي وو خو مودودي صاحب هم هغه د ناروغۍ حالت کښې ايکي يو باچا خان سره تر دروازې پورۍ په مخه ښه له پاره راپاڅيدو. پوښتنه ترې وشوه چې يواځې باچان د پاره دغه جذبه ولې .. نو د مودودي صاحب وينا وه چې نور شخصيات د معمول برخه وه خو دا شخصيت غير معمولي وو.
۶) باچا خان هغه شخصيت وو چې يو خوا يې د شيخ الهند مولانا محمودالحسن او عبيدالله سندهي غوندي د وسله والې مبارزی مرستيالو ديني عالمانو د کردار ستاينه کوله نو بل خوا يې د ګاندهي جي غوندي د عدم تشدد مرستيال هندو ليډر د کردار ستايونکی وو.
۷) باچان خان هغه مبارز وو چې د کيڼ لاس سياستدانانو کښې د عدم تشدد د تصور سره اختلاف لرونکيو سکهانو او هندوانو ګور چرن سنګهه او رام سرن نګينه هم په خپلو کتابونو کښې يو لوې مبارز ياد کړی دی.
۸) باچا خان هغه دنګ مينار وو چې د ترکي د خالده اديب خانم غوندې مبارزې ليکوالې په خپل کتاب کښې د يو بې مثله اتل په حيث ياد کړی دی.
۹) باچان خان هغه شخصيت وو چې د پيرنګي سره د ډغرې وهلو باوجود به پيرنګيو ښځو پښتون مجلې ته د هغه د مبارزې په تاييد کښې خطونه راليږل چې پښتون مجله کښې چاپ دي.
۱۰) باچا خان هغه انسان وو چې د هغه د کردار په وجه د بنګال د رکهشيت روشن رائے غوندې سرتير د پښتنو په حقله خپل موقف د منفي نه مثبت ته بدل کړی وو او ليکونه يې د پښتو ترجمې په صورت کښې پښتون مجله کښې چاپ دي.
۱۱) باچا خان هغه څټه وه چې هند ته به لاړو نو وزير اعظم او نورو سياسي او رياستي شخصياتو نه علاوه د فلمي نړۍ لوې اتل دليپ کمار (په نسل اعوان) به يې د احترام نه په ټيټ سر استقبال له راتلو.
داسې مثالونه نور هم ډير دي خو دلته به يې بس کړم او وبه وايم چې دغه اعزاز او درناوی باچا خان لپاره د غير پښتنو وو، بل خوا د پښتنو به څه ووايم بس يوه جمله به کافي وي چې
د خپلې پښتونخوا په جشن کښې د پښتون وحدت علمبردار دغه ستر نوم د پښتنو د مشر په حيث شاملول مناسب ونه ګڼلی شول. هائے بابا … دا هغه ستا قوم دی چا د پاره چې تا خپل هډوکي په بندي خانو کښې وراسته کړي وو.


