دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولانا فضل الرحمان حکومت تور پورې کړی چې د امریکا غلامي کوي

مولانا فضل الرحمان حکومت تور پورې کړی چې د امریکا غلامي کوي

ويب ډيسک

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن یو ځل بیا د دغه هېواد پر حکومت له افغانستان او هند سره د سوداګریزو لارو د تړلو له امله نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې افغانستان او هند د سوداګرۍ لپاره نورې لارې هم لري، خو “پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بندې کړي او موږ ته وایي چې د تېلو مصرف کم کړئ.”

 

مولانا فضل الرحمن وایي، که څه هم د پاکستان حکومت له هرمز تنګي د نفتو د کښتیو د تېرېدو خبر ورکړی، خو بیا هم په بیو کې هېڅ بدلون نه دی رامنځته شوی.

 

مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په دې اړه وضاحت ورکړي چې: «دا نفت کوم بل هېواد ته تللي دي؟ او که پاکستان ته راغلي، نو ولې په بیو کې بدلون نه دی راغلی؟»

 

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې د پاکستان پر حکومت تور پورې کړی چې “د امریکا غلامي کوي.”

 

مولانا فضل الرحمن ویلي: «زموږ چارواکي د امریکا غلامان دي او امریکا تل په فلسطین کې د اسراییل د قتل عام ملاتړ کوي.»

 

د دغه پاکستاني سیاستوال په خبره، پاکستان په دې وروستیو کې د واده په ګډون، په ځینو برخو کې د بریټانیا د حکومت په څېر قوانین تصویب کړي دي. د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر زیاته کړې: “که څه هم بریټانیا تللې، خو پاکستان کې یې لا هم پېروي کیږي او قوانین یې د پاکستان پر خلکو تطبیق کیږي.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه