یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمصنوعي ذهانت او ادب

مصنوعي ذهانت او ادب

لیکنه: محمد حنیف خلیل | ډيجيټل دور دی، نړۍ راغونډه شوې ده. د نړيوال کلي تصور عام شوی دی.. انسانان يو بل ته نزدې شوي دي. يو بل نه په اسانه خبريږي- دا ټول د برقي لارو (اليکټرانک ميډيا) د عام کيدلو نتيجه ده چې ډيرې ګټې لري.. خو ورسره ځنې تاوانونه هم مخې ته راغلل– په ځانګړي ډول د ادب په ميدان کښې.. چې اوس ډير کار خلق د مختلفو ايپونو نه اخلي په ځانګړې توګه د ګوګل.. ای ايي يعنې مصنوعي ذهانت.. چيټ جي پي ټي.. او جي مي نايي وغيره… ګوګل خو د سنجيده علمي ليکونو خوندي پنګه هم لري چې مستندو ليکونکيو کړې وي او ګوګل خوندي کړې وي خو غټه برخه د سرسري او ناسمو معلوماتو هم لري چې خلق بې لارې کوي… خو زيات نقصان ای ايي او چيټ جي پي ټي رسولی دی چې په لنډه توګه داسې وييلی شو.

۱) دغو دواړو ايپونو ذهنونه جام کړل- شعور يې شل کړو.. انسان يې د حرکت او حرارت نه عاري کړو– بلکل همداسې چې د کيلکوليټر د رواج سره خلقو نه هغه د ايک دوني دوني پاڼې هيرې شوې.

۲) په دغو دواړو ايپونو خلق تحقيقي او تنقيدي ليکونه هم کوي چې په عمومي ډول ناسم وي-

۳) د دغو ايپونو معلوم څرګند جوت او پيژندلی اسلوب دی چې خپل ټاکلي عنوانات.. ذيلي عنوانات او پايله يا نتيجه يې مختلفې برخې وي نو ځکه د ټولو ليکونو اسلوب يې يو وي چې د ليکونکي تشخص پکښې ورک شي. او په شلګونو ليکونکيو هم هغه يو ټاکلی اسلوب وي.

۴) د دغو ايپونو په ژبه کښې مشر کشر ته د مخاطبې تنقيد تحسين تنفيص احترام او غصې د انداز هيڅ تميز نه وي ځکه چې دغه اپيپونه نه جذبات لري نه احساسات او نه د مشر کشر تميز

۵) په دغو ايپونو په انګريزۍ ژبه کښې کار کول او ترې مرسته اخستل خو د اسلوب ډيره مسله نه پيدا کوي ځکه چې نړيواله ژبه ده او ايپونه جوړ کړي هم هغو خلقو دي چې انګريزي وايي. خو زمونږ مشرقي ژبو کښې ډيرې ستونزې لري.

۶) پښتو کښې دوه غټې لهجې او په شلګونو وړې لهجې دي چې د هرې لهجې د ليکونکي د اسلوب اندازه د هغه د لهجې نه کيږي او دغه لهجې خپلو کښې ډير زيات قرق هم لري – خو دغه ايپونه يوه لهجه لري چې د لر او بر پښتنو د شلکونو لهجو پيژندګلو يې ورکه کړې ده.

۷) په دغو ايپونو خلق ترجمې هم کوي چې هم هغه د لهجوي پيژندګلو ځانګړتيا يې هم له لاسه ورکړې ده او د روزمرې محاورې د نه پيژندلو له مخه ترجمه کښې د څه نه څه جوړ کړي… بيا دا محاورې به څنګه ترجمه کوي چې اوښان په بډه وهل يا په بډه يې پياز دی… نو اوس دغه ايپونه بډه څه پيژني. او داسې نورې محاورې هم.

۸) په دغو ايپونو خلق شاعري هم کوي چې د شاعرۍ د مشرقي روايت نه بيخي ناخبره دي– بحر وزن قافيه رديف قدر له ناسم راوړي نو شعري صنايع نسبتونه او غزليز نزاکتونه به له کومه راوړي

۹) په دغو اپيټونو خلق تخليقي نثر لکه ډرامه ناول افسانه هم ليکي… چې په شلګونو ليکونکيو ته هم يو اسلوب کښې افسانې ورکوي.. نه ژبه د کردار سره سمه نه ماحول او نه احساس او جذبه.. بس هره افسانه کښې به يو نفسياتي اضطراب درکوي او هغه هم بغير د قيصې د تسلسل.

۱۰) دغو ايپونو نه چې څوک ادبي ليکونه تر لاسه کوي نو بيا پکښې دومره خواري هم نه کوي چې خپل اسلوب ته يې راواړوي نو ځکه هر ليک مصنوعي مشيني بې خونده بې نمکه وي ځکه چې مصنوعي ذهانت دی نو د هر ليکوال فطري اسلوب خو نه شي ورکولی.

دغسې نورې مسلې هم شته خو غټې مسلې يې دغه دي… ځکه زه وايم چې دغو ايپونو نه دې مرسته ضرور واخستی شي خو ليکوال دې ورسره دومره خواري وکړي چې د ليکونو نه ټول مصنوعي رنګونه تر دې حده فنا کړی شي چې بيخي چا ته احساس ونه شي چې دغه ليک د ای ايي يا چيټ جي پي ټي نه اخستی شوي دي- په ځانګړي ډول په ادب کښې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه