راپور. :داود جبار خېل
پېښور — د پاکستان په پېښور ښار کې پولیس وايي، یو افغان خواجه سرا د دوستۍ له انکار وروسته په ډزو سخت ټپي شوی او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د فقیر آباد پولیسو د دوشنبې په ورځ ویلي، چې پېښه د سبزي منډۍ سره نږدې شوې، چېرته چې دلبر عرف سارا نومې خواجه سرا د نامعلومو وسلهوالو له خوا په ډزو وویشتل شو.
پولیسو ویلي، ټپي شوی کس په تشویشناک حالت کې Lady Reading Hospital ته لېږدول شوی او ډاکټران یې د ژغورلو هڅې کوي. چارواکو زیاته کړې، چې له سیمې څخه شواهد راټول شوي او د ملزمانو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.
د خواجه سرا ټولنو د پېښې سخت غندنه کړې او د ملزمانو د سمدستي نیولو غوښتنه یې کړې ده. د ټرانسجینډر ټولنې مشره آرزو خان ویلي، چې په پېښور کې د خواجه سراوو ژوند ورځ تر بلې ستونزمن کېږي او د قتل، تشدد او بھتې پېښې زیاتې شوې دي.
هغې له خیبر پښتونخوا او د صوبې له لوړپوړو چارواکو وغوښتل، چې د پېښې عاملان ژر تر ژره ونیسي، که نه نو دوی به د احتجاج لړۍ پیل کړي.
چارواکو تر اوسه د پېښې په تړاو د کوم شکمن د نیولو اعلان نه دی کړی.


