دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل د زلزلې له امله يو کور نړېدلی چې په کې شپږ...

کابل د زلزلې له امله يو کور نړېدلی چې په کې شپږ کسان او یو کس ژوبل شوی

ویب ډیسک

د نن شپې د زلزلې له امله د بګرامي ولسوالۍ اړوند د ګوسفند درې په سیمه کې یو استوګنیز کور په بشپړه توګه نړېدلی، چې له امله یې په خواشینۍ سره ځاني تلفات هم رامنځته شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې (۶) تنه مړه شوي دي او (۱) کس تر اوسه پورې لا درکه دی.
نور جزئیات به وروسته وړاندې شي.
د کابل ولایت د نورو سیمو وضعیت:
د خاک جبار ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ځینو کورونو او دېوالونو ته زیان رسېدلی، خو تر اوسه کوم ځاني زیان نه دی راپور شوی.
د قرباغ ولسوالۍ کې  وضعیت عادي دی او کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
د شکردرې ولسوالۍ کې هم کومه ستونزه نه ده پېښه شوې او خلکو ته ډاډ ورکول کېږي.
د میربچه کوټ ولسوالۍ له ټولو سیمو سره اړیکه نیول شوې او تر اوسه د زلزلې له امله  کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه