یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ایران تازه بریدونه: په اسراییل او عربي هېوادونو يې تازه توغندي...

د ایران تازه بریدونه: په اسراییل او عربي هېوادونو يې تازه توغندي توغولي

ایران د جمعې په ورځ پر اسراییل او یو شمېر خلیجي هېوادونو توغندیز بریدونه کړي، چې له امله یې په ځینو سیمو کې چاودنې شوې دي او د انرژۍ او ملکي تاسیساتو ته زیان اوښتی دی. راپورونه ښيي چې په کویټ کې د تېلو یوې تصفیه خونې اور اخیستی او د اوبو د تصفیې یو مرکز هم زیانمن شوی.

بل خوا راپورونه وايي، چې د ایران په پلازمېنه تهران او د اصفهان په ښار کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د ایران، اسراییل او امریکا ترمنځ جګړه شدیده شوې او دواړه لوري پر یو بل د بریدونو تبادله کوي.

شنونکي وایي، د جګړې دوام او د مهمو اقتصادي او انرژۍ تاسیساتو په نښه کول کولای شي د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې خراب او د نړیوالو بازارونو ثبات له ګواښ سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران پوځ ته اړوندو رسنیو خبرداری ورکړ چې په خلیجي هېوادونو کې به لسګونه مهم پلونه په نښه کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه