ویب ډیسک
د نن شپې د زلزلې له امله د بګرامي ولسوالۍ اړوند د ګوسفند درې په سیمه کې یو استوګنیز کور په بشپړه توګه نړېدلی، چې له امله یې په خواشینۍ سره ځاني تلفات هم رامنځته شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې (۶) تنه مړه شوي دي او (۱) کس تر اوسه پورې لا درکه دی.
نور جزئیات به وروسته وړاندې شي.
د کابل ولایت د نورو سیمو وضعیت:
د خاک جبار ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ځینو کورونو او دېوالونو ته زیان رسېدلی، خو تر اوسه کوم ځاني زیان نه دی راپور شوی.
د قرباغ ولسوالۍ کې وضعیت عادي دی او کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
د شکردرې ولسوالۍ کې هم کومه ستونزه نه ده پېښه شوې او خلکو ته ډاډ ورکول کېږي.
د میربچه کوټ ولسوالۍ له ټولو سیمو سره اړیکه نیول شوې او تر اوسه د زلزلې له امله کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.


