دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان د اوربند پای ته رسېدو اعلان وکړ وايي عمليات به دوام...

پاکستان د اوربند پای ته رسېدو اعلان وکړ وايي عمليات به دوام ومومي

‏ویب ډیسک

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د کوچني اختر لپاره اعلان شوی موقتي اوربند له پای ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د شکمنو وسلوالو پر وړاندې د «غضب للحق» په نوم پوځي عملیات بیا پیل شوي دي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په وینا، دغه عملیات په مشخصو اهدافو متمرکز دي او موخه یې هغه ډلې دي چې د اسلام‌اباد په ادعا له افغان خاورې بریدونه تنظیموي.

 

نوموړي زیاته کړې چې د اوربند موده پای ته رسېدلې او اوس د امنیتي ګواښونو پر وړاندې اقدام دوام لري.

 

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي فعالیتونه لا هم دوام لري او د دغې ډلې پر ضد اقدامات اړین دي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه