ویب ډیسک
د پاکستان حکومت د دولتي پالیسۍ له مخې هغه افغان کډوال چې په غیر قانوني ډول مېشت دي، د هغوی د باعزته، خوندي او پړاو په پړاو بېرته ستنېدو لپاره یې د تورخم بندر په موقتي ډول پرانیستی دی.
د اعلامیې له مخې، د ستنېدو بهیر د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲۶مه نېټه پیل شوی، او د دې لپاره ټولو اړوندو ادارو لکه ایف آی اې (FIA)، نادرا (NADRA)، کسټمز او نیشنل لاجسټکس کارپورېشن ته لارښوونه شوې چې بشپړه همغږي او چمتووالی یقیني کړي.
د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره، په تورخم، لنډي کوتل او شاوخوا سیمو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي، تر څو د ستنېدو بهیر له هر ډول امنیتي ګواښونو څخه خوندي وساتل شي.
د چارواکو په وینا، یوازې له ثبت شوو ځایونو، په ځانګړې توګه د حمزه بابا کمپ له لارې به د کډوالو منظم انتقال یقیني کېږي، او په لومړي پړاو کې به تګ راتګ کنټرول وي تر څو له هر ډول ګډوډۍ څخه مخنیوی وشي.
حکومت څرګنده کړې چې دا ګام د ملي امنیت، سرحدي نظم او د کډوالۍ قوانینو د اغېزمن تطبیق تر څنګ د افغان کډوالو د باعزته ستنېدو ژمنتیا څرګندوي، چې پکې امنیتي ځواکونه او ملکي ادارې په بشپړه همغږۍ سره خپل رول ادا کوي.


