یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد تورخم دروازه یو ځل بیا د هر ډول تګ راتګ پر...

د تورخم دروازه یو ځل بیا د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

ویب ډیسک

د تورخم دروازه چې پرون د افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوې وه، نن شپه شاوخوا ۱۲ بجې یو ځل بیا دغه دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

 

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون تایید کړه چې پاکستاني لوري یو ځل بیا د تورخم دروازه تړلې ده.

 

د سیمې اوسېدونکي وایي چې لږه شېبه وړاندې د دواړو لورو ترمنځ ډزې وشوی، چې ورسره يې لاره هم وتړله.

 

دغه لار يواځې تېره ورځ د هغو افغان کډوالو لپاره پرانیستل شوې وه چې له پاکستانه خپل هېواد ته راستنېدل، خو دغه بهیر یو ځل بیا له خنډ سره مخ شو.

 

# | #Torkham | #AfghanRefugees | #Nangarhar

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه