پښتو جرنل
د افغانستان د ا.ا ویاند، ویلي امنيتي او دفاعي ځواکونه د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت او همدا راز د سعودي عربستان، د ترکيې جمهوريت او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو د لنډمهاله وقفې اعلان کوي.
نوموړي ویلي، افغانستان د منځګړو دوستو هېوادونو له نېک نيت د مننې ترڅنگ ورته څرګندوي چې ا.ا د افغانستان د ملي امنیت، حريم او د افغانانو د ژون خونديتوب خپله ملي او شرعي وجيبه ګڼي او د ګواښ په صورت کي به هر تجاوز ته په میړانه ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاءالله تارړ هم ویلي چې د کوچني اختر په درناوي او د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه یې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې خپل پوځي عملیات او بریدونه موقتي وځنډوي.


