ويب ډيسک
واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې که متحد هېوادونه د هرمز تنګي د پرانیستلو په برخه کې مرسته ونه کړي، نو د ناټو راتلونکی به ډېر خراب وي.
له یوې برتانوي ورځپاڼې سره په خبرو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل: «موږ له ایران سره خبرې کوو، خو زه فکر نه کوم چې هغوی دې ته چمتو وي.»
ټرمپ وویل چې د هرمز تنګي په اړه له اوو هېوادونو سره خبرې روانې دي او له هغوی څخه یې غوښتنه کړې چې د هرمز تنګي د امنیت په ساتنه کې مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه چې اسرائیل د امریکا سره یو ځای د هرمز تنګي د خوندي کولو لپاره کار کوي.
د برتانوي ورځپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ خبرداری ورکړ چې که ناټو د هرمز تنګي په پرانیستلو کې مرسته ونه کړي، نو د ناټو راتلونکی به ډېر خراب وي.
سربېره پر دې، ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې د روانې میاشتې په پای کې د چین له ولسمشر سره ټاکل شوې لیدنه ښايي وځنډېږي. هغه وویل دا لیدنه به هغه وخت مناسبه وي کله چې هغه هېوادونه چې له هرمز تنګي ګټه اخلي ډاډ ورکړي چې هلته به کومه ناوړه پېښه نه رامنځته کېږي.
د یادونې وړ ده چې ټرمپ د شنبې په ورځ د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره له چین او د نړۍ له نورو هېوادونو مرسته غوښتې وه او هیله یې څرګنده کړې وه چې چین، فرانسې، جاپان، جنوبي کوریا، برتانیه او نور هېوادونه به خپلې جګړیزې بېړۍ هرمز تنګي ته ولېږي.
خو د ټرمپ دې غوښتنې ته په ټوله نړۍ کې خاموش غبرګون ورکړل شوی او تر اوسه هېڅ یوه هېواد هم نه دی اعلان کړی چې خپلې سمندري بېړۍ به سیمې ته واستوي.


