ویب ډیسک
د ایران سره په جګړه کې تر اوسه پورې د امریکا څومره لګښت شوی؟ په دې اړه د امریکا د کانګرس غړو ته د ورکړل شوې بریفنګ ځینې معلومات مخې ته راغلي دي.
د برتانیا خبري اژانس رویټرز د خپلو سرچینو له مخې راپور ورکړی چې د ټرمپ ادارې چارواکو د روانې اوونۍ په جریان کې کانګرس ته په یوه بریفنګ کې د جګړې د مالي لګښتونو اټکل وړاندې کړی. د دې اټکل له مخې یوازې په لومړیو شپږو ورځو کې امریکا ۱۱٫۳ میلیارده ډالر مصرف کړي دي.
دا شمېر د سه شنبې په ورځ د امریکایي سناتورانو ته په ورکړل شوې یوې محرمې بریفنګ کې وړاندې شوی، خو دا د جګړې بشپړ لګښت نه دی. اصلي لګښت ښايي له دې څخه ډېر زیات شوی وي، ځکه جګړه اوس د ۱۳مې ورځې ته داخل شوې ده.
د ۱۱٫۳ میلیارده ډالرو دا شمېر لومړی د امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز له خوا راپور شوی و. د امریکا حکومت تر اوسه پورې د جګړې د لګښتونو په اړه په عامه توګه کوم تفصیل نه دی خپور کړی. همدارنګه حکومت دا هم نه ده روښانه کړې چې جګړه به تر کوم وخته دوام وکړي.
د ټرمپ ادارې چارواکو قانون جوړونکو ته دا هم ویلي چې یوازې د جګړې په لومړیو دوو ورځو کې د بریدونو پر مهال ۵٫۶ میلیارده ډالره وسلې مصرف شوې وې.
د کانګرس ځینې غړي وایي چې دوی تمه لري سپینه ماڼۍ به ژر کانګرس ته د جګړې لپاره د اضافي بودیجې غوښتنه وکړي. د ځینو چارواکو په وینا ښايي تر ۵۰ میلیارده ډالرو پورې بودیجه وغوښتل شي.
پرون ټرمپ د کینټکي ایالت د سفر پر مهال ادعا وکړه چې “موږ جګړه ګټلې ده”، خو امریکا به تر هغه وخته جګړې ته دوام ورکړي تر څو کار بشپړ نه شي.
د اسرائیل او امریکا له خوا د ایران پر ضد په روانه ۱۳ ورځنۍ جګړه کې تر اوسه نږدې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي. زیاتره مرګ ژوبله په ایران او لبنان کې رامنځته شوې ده.
د کانګرس غړو اندېښنه څرګنده کړې چې دا جګړه ښايي د امریکا د پوځ د وسلو زېرمه کمه یا کمزورې کړي، په داسې حال کې چې دفاعي صنعت لا هم د غوښتنې د پوره کولو توان نه لري.
ټرمپ تېره اوونۍ د اوو دفاعي قراردادي شرکتونو له مشرانو سره هم لیدلي دي.
د ټرمپ سیال ګوند ډیموکرات ګوند غړو له حکومته غوښتنه کړې چې په لوړه دې څرګنده کړي چې د ولسمشر د جګړې د پای ته رسولو پلان څه دی، دا جګړه به څومره اوږده وي او د جګړې له پای وروسته به د امریکا حکومت د ایران په اړه څه تګلاره ولري.


