سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران وايي یو د تېلو بار وړونکې بېړۍ د ځانمرګي ډرون په...

ایران وايي یو د تېلو بار وړونکې بېړۍ د ځانمرګي ډرون په وسیله په نښه کړې او زیان یې ورته اړولی دی.

ویب ډیسک

ایراني پاسداران انقلاب اعلان کړی چې د سمندري تګ راتګ پر بندیزونو د نه پاملرنې له امله یې یو د تېلو بار وړونکې بېړۍ د ځانمرګي ډرون په وسیله په نښه کړې او زیان یې ورته اړولی دی.

پاسداران انقلاب په خپل بیان کې ویلي چې هغوی د هغو امریکایي پوځیانو “په تمه دي” چې د هرمز تنګي له لارې سوداګریزو بېړیو ته امنیت ورکوي. څرګنده ده چې د امریکا او اسرائیل ترمنځ له ایران سره د روانې جګړې له امله اوس مهال په د هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ نږدې فلج شوی دی.

د پاسداران انقلاب ویاند علي محمد نائيني د امریکا د انرژۍ د وزیر کریس رائټ د هغه اعلان په اړه تبصره وکړه چې ویلي یې وو د امریکا سمندري ځواکونه چمتو دي چې په دې ستراتیژیک تنګي کې د بېړیو څارنه وکړي. نائيني وویل: “موږ د هغوی انتظار کوو.” د فارس نیوز اژانس د راپور له مخې، هغه ټینګار وکړ: “موږ امریکایانو ته مشوره ورکوو چې له هرې پرېکړې مخکې د ۱۹۸۷ کال د امریکايي تېلو ټانکر ‘برجټن’ اور اخیستل او همدارنګه هغه تېلو وړونکې بېړۍ په یاد ولري چې په دې وروستیو کې په نښه شوې دي.”

د یادونې وړ ده چې امریکا او اسرائیل د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړل. سپینې ماڼۍ ویلي وو چې دا برید د ایران د ادعا شوي اټومي او توغندیز ګواښ له امله ترسره شوی دی. د دغو امریکايي او اسرائیلي بریدونو په پایله کې د ایران څو مهم مشران وژل شوي دي، چې پکې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه اي، د پاسداران انقلاب قومندان محمد پاکپور او د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مشر عبدالرحیم موسوي هم شامل دي.

بل لور ته، ایراني پاسداران انقلاب هم د غبرګون اعلان کړی او د اسرائیلو پر هدفونو یې د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي. سربېره پر دې، په بحرین، اردن، قطر، کویت، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې د امریکا پوځي اډې هم په نښه شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه