دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټرمپ وايي : نن ایران له سختو بریدونو سره مخ کېدای شي

ټرمپ وايي : نن ایران له سختو بریدونو سره مخ کېدای شي

ویب ډیسک

امریکايي ولسمشر ټرمپ د ایران له لوري له ګاونډیو هېوادونو څخه د بښنې غوښتلو کریډیټ ځان ته ورکړی او ویلي یې دي چې ایران دا بښنه د امریکا او اسرائیلو د پرله‌پسې بریدونو له امله غوښتې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپور شوي بیان کې ټرمپ ویلي چې ایران سخته ماتې خوري، ایران له خپلو ګاونډیو هېوادونو بښنه غوښتې او ژمنه یې کړې چې نور به پرې بریدونه نه کوي.

د ټرمپ په وینا، ایران دا ژمنه یوازې ځکه کړې چې د امریکا او اسرائیلو پرله‌پسې بریدونو دې ته اړ کړی دی.

ټرمپ دا دعوه هم کړې چې ایران غوښتل پر منځني ختیځ واکمن شي او پر دې سیمه حکومت وکړي.

هغه وویل چې ویل کېږي د زرګونو کلونو په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ایران د خپل شاوخوا د منځني ختیځ د هېوادونو له خوا مات شوی دی. د هغه په وینا، دغو هېوادونو د دې لپاره مننه کړې ده او دی یې هرکلی کوي.

امریکايي ولسمشر وویل چې اوس به ایران د منځني ختیځ “غنډه” ونه بلل شي، بلکې اوس به د منځني ختیځ یو مات شوی هېواد وبلل شي او ښايي د څو لسیزو لپاره همداسې وپېژندل شي.

هغه خبرداری ورکړ چې نن ایران له سختو بریدونو سره مخ کېدای شي. د ایران د چلند له امله ښايي اوس داسې سیمې او ډلې هم په نښه شي چې تر دې مخکې یې د هدف ګرځولو په اړه فکر نه و شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه