ویب ډیسک
واشنګټن: امريکايي رسنيو ادعا کړې ده چې د منځني ختيځ په جګړه کې روسيه په غير مستقيم ډول ګډون کوي او ايران ته د امريکايي هدفونو پر ضد د بريدونو لپاره پټې معلومات ورکوي.
د امريکايي رسنيو په راپور کې ويل شوي چې روسيې ايران ته د امريکايي جنګي بېړيو او الوتکو د موقعيتونو معلومات ورکړي دي.
د امريکايي رسنيو په وينا، د ايران له خوا پر امريکايي پوځي هدفونو بريدونه د روسي معلوماتو له امله ډېر کره شوي دي، او د جګړې له پيل وروسته روسيه ايران ته د امريکايي پوځي شتمنيو د ځایونو معلومات ورکوي.
امريکايي رسنۍ وايي چې د امريکا پوځي تاسيسات، رادارونه او د قوماندې مرکزونه د ايران د هدفونو په لړ کې دي. د ايران بريدونه ډېر کره او د پلان له مخې ترسره کېږي.
د امريکايي رسنيو له مخې، سي آی اې او پينټاګون د روسي همکارۍ په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده، او د روسيې سفارت هم د استخباراتي همکارۍ د پوښتنې په ځواب کې څه ويل نه دي.
له بلې خوا امريکايي چارواکي وايي چې چين تر اوسه د ايران د دفاعي مرستې په برخه کې نه ښکاري.


