دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډان: راولپنډۍ کې د زرګونو افغانانو نیول او ایستل

ډان: راولپنډۍ کې د زرګونو افغانانو نیول او ایستل

ويب ډيسک

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی چې سږکال د پاکستان پولیسو په راولپنډۍ کې ۵،۵۶۰ افغان اتباع نیولي او د ډهوک سیدان توقیف مرکز ته یې انتقال کړي دي. د راپور له مخې، له دې ډلې ۵،۵۰۵ تنه بېرته افغانستان ته سپارل شوي دي.

چارواکي وایي، دا اقدامات د هغو کسانو پر وړاندې شوي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري. بلخوا د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې د نیولو او ایستلو بهیر باید د نړیوالو اصولو او بشري معیارونو سره سم ترسره شي، څو د کورنیو د جلا کېدو او بشري ستونزو مخه ونیول شي.

تر اوسه د افغان چارواکو له لوري په دې اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه