دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعراقچي ویلي: دا پریکړه به اوس موږ کوو چې جګړه کله او...

عراقچي ویلي: دا پریکړه به اوس موږ کوو چې جګړه کله او څنګه پای ته ورسوه

ویب ډیسک

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس غراقچي تازه په خپله اېکس‌ پاڼه کې ویلي چې ایران دوه لسیزې فرصت درلود چې په ختیځ او لوېدیځ کې د امریکا د پوځ ماتول وارزوي.

 

هغه ټینګار کړی چې د امریکا وروستي بمبارۍ پر پلازمېنه د ایران پر جنګي وړتیا هېڅ اغېز نه لري.

 

عراقچي ویلي: «دا پریکړه به اوس موږ کوو چې جګړه کله او څنګه پای ته ورسوه.»

 

هغه همداراز خبرداری ورکړی چې ایران به خپل دفاعي ظرفیتونه وساتي او هر ډول تجاوز ته به قوي ځواب ورکړي.

 

دا په داسې حال کې ده چې، د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه یي له وژل کېدو وروسته؛ ایران په سیمه کې د خونړیو بریدونو خبرداری ورکړی.

 

د سپاه پاسداران په اعلامیه کې راغلي: “دا به د ایران د پوځونو په تاریخ کې تر ټولو ډېر خونړي انتقامي عملیات وي چې پر اسراییلو او سیمه کې د امریکا پر اډو کېږي.”

 

ایران کې د نوموړي د وژل کېدو له امله ۴۰ورځې ملي ماتم او یوه اونۍ عمومي رخصتي اعلان شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه