سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف مسکو ته خپل سفر ځنډولی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف مسکو ته خپل سفر ځنډولی

ویب ډیسک

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی، چې مسکو ته یې هغه پلان شوی درې ورځنی سفر، چې ټاکل شوې وه د مارچ په درېیمه پیل شي، ځنډولی دی. نوموړي ویلي، د دې پرېکړې تر شا د افغانستان سره د جګړې شدت او په پاکستان کې وروستي کورني امنیتي وضعیت شامل دي.

 

د پاکستان د لومړي وزیر په وینا، له افغانستان سره د روان کړکېچ زیاتېدل او همداراز د ایران د مشر علي خامنه‌يي له ترور وروسته په هېواد کې رامنځته شوي لاریونونه هغه عوامل دي، چې د مسکو سفر یې وځنډاوه. ټاکل شوې وه شهباز شریف د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسمي سفر وکړي.

 

بلخوا، د پاکستان حکومت پرون خبر ورکړی، چې لومړي وزیر د افغانستان او سیمې د وروستي وضعیت په تړاو یوه لوړپوړې امنیتي غونډه رابللې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه