یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاېمل ولي خان:دا روانه جګړه د پاکستان او افغانستان د ولسونو جګړه...

اېمل ولي خان:دا روانه جګړه د پاکستان او افغانستان د ولسونو جګړه نه ده

د عوامي نيشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په خپل یوه خپور شوي بیان کې ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کومه شخړه روانه ده، د هغې شالید تر پنځوسو کلونو هم زیات پخوانی دی. د دې حالاتو د درک کولو لپاره اړینه ده چې د تاریخ هغه بابونه ولوستل شي چې په قصدي ډول له پامه غورځول شوي دي. څلور نسلونه کېږي چې موږ په لوړ اواز خپله ریاست پوهولو هڅه کړې، خو زموږ اواز جدي ونه نیول شو.

هغه زیاتوي باچا خان په ښکاره ویلي وو چې دا د روس او امریکا جګړه ده، دا جهاد نه بلکې فساد دی. خو نه ولس دې خبرې ته پام وکړ او نه هم واکمنو کړیو. وروسته ولی خان خبرداری ورکړ چې که تاسې د چا کور ته باروت ولېږئ، په بدل کې به ګلان درته رانه شي، خو هغه ته د «روسي اجنټ» نوم ورکړل شو. اسفندیار ولی خان د اسمبلۍ پر فرش لاسونه سره یوځای کړل او ویې ویل چې زما ماشوم ته مرمۍ او کلاشینکوف مه ورکوئ، قلم ورکړئ؛ ځانمرګی واسکټ مه ورکوئ، د ښوونځي بکس ورکړئ. خو هغه هم د «امریکايي اجنټ» په نوم رد کړل شو.

ایمل ولي وايي میلیونونه خدایي خدمتګاران، پښتون ملتپالان او د ژوند له هرې برخې سره تړلي با شعوره خلک خپل سر او مال قربان کړل، څو ریاست ته دا وښيي چې د تاوتریخوالي لاره تباهۍ ته رسوي، خو له بده مرغه تر نن ورځې دا حقیقت ونه منل شو.

نن چې حالات دې کچې ته رسېدلي، دا د یوې ورځې یا یوې پېښې پایله نه ده. څه چې مو کرلي وو، هماغه مو رېبي. د سختدریځۍ تخم وکرل شو، کرکې ته لمن ووهل شوه، او ټوله یوه نسل ذهناً د جګړې او تاوتریخوالي بیانیې ته وسپارل شوه. که خدای مه کړه دا اور بیا بل شي، نو بیا به نه سرحد وپېژني، نه قومیت او نه هم دولت.

موږ نن هم دا دریځ تکراروو چې زموږ قوم په ټولیز ډول سوله خوښوونکی دی. دا روانه جګړه د پاکستان او افغانستان د ولسونو جګړه نه ده، بلکې د نړیوالو قوتونو جګړه ده، او دا سیمه له کلونو راهیسې د هغې ډګر ګرځول شوې ده. پوښتنه دا ده چې ایا په افغانستان کې واکمن حکومت رښتیا هم د ولس استازیتوب کوي؟ ایا په پاکستان او په ځانګړي ډول په پښتونخوا کې ناست حکومتونه په رښتینې مانا د ولس د رایې له مخې جوړ شوي دي؟ حقیقت دا دی چې د دې حکومتونو په جوړېدو کې د ولسي ارادې پر ځای د نورو قوتونو رول زیات څرګند و.

زه نن هم د دواړو خواوو له مقتدرو کړیو څخه غوښتنه کوم چې هرې پالیسۍ کې د ولس نظر لومړیتوب وګرځوي. د پولې دواړو غاړو ولسونه جګړه نه غواړي؛ هغوی سوله، کار، تعلیم او باعزته ژوند غواړي.

که تاسې ځان مسلمان بولئ، نو د خپلې مسلمانۍ له مخې سوله لومړیتوب وګرځوئ. که تاسې پښتانه یاست، د پښتونولۍ دودونه په یاد ولرئ چې بنسټ یې عزت، زغم او د جرګې له لارې د ستونزو حل دی. که تاسې افغان یاست، افغانیت هم د سولې غوښتنه کوي؛ او که پاکستانی یاست، پاکستانیت هم دا تقاضا کوي چې خپل خلک د جګړې اور ته مه ورټوپ کوئ. جګړه هېڅکله د کومې ستونزې تلپاتې حل نه دی ګرځېدلې.

زه خپلې قوم ته هم همدا وایم چې دا مهال زما له وسه چې څه کېږي، هماغه کوم. که تر دې زیات څه کولی شم، حتماً به مې کول. زموږ مسوولیت دا دی چې هوښ، صبر او شعور له لاسه ورنه کړو او د کرکې د بیانیې برخه ونه ګرځو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه