افغان دفاع وزارت ، افغان هوايي ځواک د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ډرونونو له لارې هوايي بریدونه کړي دي.

0
198

ويب ډيسک

د افغانستان د دفاع وزارت ادعا کړې ده چې د دوی «هوايي ځواک» نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد، او همدارنګه نوشهره، جمرود او ایبټ‌آباد کې پر پوځي تأسیساتو او چوڼیو د ډرونونو له لارې هوايي بریدونه کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې دا عملیات بریالي وو. خو پاکستان ادعا کړې ده چې ټول ډرونونه یې پرته له کوم زیان څخه راغورځولي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطا تارړ په یوه پوسټ کې ویلي چې د فتنه الخوارج (ټي ټي پي) ترهګرو په ایبټ‌آباد، صوابۍ او نوشهره کې د کوچنیو ډرونونو د توغولو هڅه کړې وه. هغه ویلي چې ټول ډرونونه پرته له کوم زیان څخه په بریالیتوب سره له منځه وړل شوي دي.

عطا تارړ زیاته کړې چې دا ډول پېښې د افغان طالبانو او په پاکستان کې د ترهګرۍ ترمنځ مستقیم تړاو څرګندوي