ویب پاڼې
پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ کې د فبرورۍ په ۲۵مه ترسره شوي عملياتو کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړيکو څانګې (آي اېس پي آر) له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د فبرورۍ په ۲۴مه په ژوب کې ترسره شوي عملياتو وروسته تښتېدلو وسله والو د لټون لپاره يو بل عمليات ترسره شول.
د آي اېس پي آر په وينا، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۴مه د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ د سمبازې په سيمه کې په ترسره شوې کارروایي کې اته وسله وال وژل شوي وو.
له دې وړاندې پاکستان پوځ د فبرورۍ په ۲۵مه په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په جلا جلا عملياتو کې ټولټال ۳۴ وسله وال وژل شوي دي.
وسله وال توندلاريتوب د پاکستان لپاره په زياتېدونکي ډول يو جدي ستونزه ګرځېدلې ده. د نړيوالې څارونکې ادارې اې سي اېل اې ډي د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۲ کال وروسته هر کال د بريدونو شمېر زيات شوی دی.
د يادې ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان کې ۶۵۸ وسله وال بريدونه شوي وو، چې په ۲۰۲۵ کال کې يې شمېر نږدې څلور چنده زيات شوی او ۲۴۲۵ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په همدې موده کې د ټي ټي پي بريدونه له ۱۱۸ څخه ۸۳۸ ته لوړ شوي، چې دا له اوو چنده زياتوالی ښيي.
د وروستيو عملياتو په اړه آي اېس پي آر ويلي چې د فبرورۍ په ۲۵مه امنيتي ځواکونو په ژوب کې يو پراخ عمليات ترسره کړل څو په سيمه کې پټ وسله وال پيدا کړي.
د بيان له مخې، د عملياتو پر مهال ځواکونو په بېلابېلو ځايونو کې وسله وال په نښه کړل چې په پايله کې ۱۰ «د هند له لوري تمويل شوي» وسله وال ووژل شول.


