لیکنه: رفیع الله خان
ما چې کومې نکتې د ملګرو په تبصرو کښې نوټ کړي دي٬ هغه دا دي:
۱ ۔ مونږ له د essentialism يعني نظريه لزومت په پريمورک کښې پښتون اؤ د دوي حالات سنجول نه دي پکار ۔
۲ ۔ په دې خاؤره اؤ اولس له زمانو راسي داسې بلا له بهر نه اخته ده چې دوي پرمختګ اؤ خېروبرکت ته هډو پرېږدي نه ۔
اول خبره به د نظريه لزومت په حقله اوکړو ۔ زه د دې نظرئې سره پخپله اتفاق نلرم ۔ زما عقيده ده چې انساني اېجنسي يعني د فېصلې اؤ عمل کولو فري چوائس اؤ عزم داسې يوه ماده چې په هر انسان کښې شتون لري ۔ دغه رنګه يؤ فرد اؤ يا بيا يوه ټولنه خپل چاپېريال ته اؤ حالاتو واقعاتو ته د خپل ذهني اؤ مټني استعداد مطابق غبرګون کوي اؤ د خوشاله ژوند کولو د پاره موزون اؤ نارمل ډګر سازوي ۔ اؤ هم دغه وجه ده چې انساني نوغے د هغه سختو اؤ آفاتو د پاره حل اؤ ځواب ګوري کوم چې يا خو نېچرل وي اؤ يا بيا د دوي د خپل عمل نتېجه وي.
اؤ هم په دغه ترڅ کښې ما په خپل ليک کښې د سوشلائزېشن خبره کړېوه. دا هم د سوشلائزېشن استدلال دے چې د essentialism نفي کوي اؤ انسان ته په خپل مخصوص کردار رغونه کښې د خپل ذهن اؤ سوچ استعمالولو موقعې ورکوي.
زمونږ دوئمه نکته په کردار٬ کلتور اؤ ټولنه جوړولو کښې دمخصوصو خارجي اؤ داخلي عواملو د رول په حقله ده. د دې حقيقت نه انکار نه شي کېدلے چې داخل اؤ خارج دواړه يؤ تفاعلي (interactive) عمل جوړوي اؤ يؤ له بله بيل انډرسټېنډ کول به بنيادي تخفيفي (reductionist) کمزورئ لري، نو مطلب دا شو چې خارجي فشار٬ سازش اؤ چپاؤنه به وي (لکه هر وخت اؤ هر چرته وي) خو د دې د شدت اؤ کاميابئ اؤ يا ناکامئ د يؤ علاقې اؤ اولس په ذهني شتمنئ اؤ يا پسماندګئ منحصر دي.
يؤ اولس آفتونو اؤ فشارونو ته د ريسپانس کولو توان اؤ صلاحيت لري اؤ په څومره مقدار کښی ئې لري؟ دا ډېر اهم سوال دے. دلته د يؤ ټولنې د انساني اېجنسئ د زرخېزئ پته لګي. که پسمانده اؤ شنډ وګړے نه وي نو وقتي مصيبتونو اؤ بحران ته به په کاميابئ لاره نيسي اؤ خپل ځان، کلتور اؤ مستقبل به ژغوري. يعني داخلي استعداد، عزم اؤ لياقت به د همېش د پاره اولس د خارجي پالسو اؤ شازشونو په حواله کوي نه٬ بلکه د دوي حفاظت اؤ بقا به يقيني کوي. اوس که مونږ داخلي عنصر نظرانداز کوو اؤ ټول فوکس په خارجي سوبونو کوو نو دا مونږ خپل وګړے پخپله د انساني اېجنسئ لرلو د صلاحيت نه محرومه کوو؛ اؤ يا په بله معنیٰ د essentialism د غشي ښکار کېږو.
مونږ څومره حالاتو ته د کارامده ريسپانس کولو جوګه يو؟ د دې د پاره ايمپيريکل ډېټا وړاندې کول اؤ کوانټيفيکېشن کول به لازمي وي. خو داسې کول ګران دي، ځکه چې بيا به نومونه اغستل پکښې راځي. تنقيد به په افرادو کول غواړي. ګوندونه به سنجول وي ۔ د ريسورسفول پښتنو سهل پسندي٬ لالچ اؤ دوغلاپن به سپړدل پکار وي. اؤ د دې هر څه کولو خو نه دلته ګنجائش شته اؤ نه حالات اجازه ورکوي.


