ويب ډیسک
بلوچستان کې د افغان کډوالو د ستنېدو نېټه پای ته رسېدو وروسته پولیسو د کډوالو نیول پیل کړي، خو کډوال د ټرانسپورټ د کرایو د دوه برابره کېدو شکایت کوي. د دولتي ادارو په وینا، یوازې د کوټې څخه تر اوسه ۴۲ زره افغان کډوال بېرته لېږل شوي دي.
په بلوچستان کې دا مهال ۳ لکه او ۴ زره د پی او آر کارت لرونکي افغان کډوال دي چې شاوخوا ۵۰ زره کډوال په ۱۰ کمپونو کې اوسېږي.
په چاغي کې د کډوالو د ثبت لپاره څلور نوې کمپونه هم جوړ شوي دي څو د ستنېدو بهیر ګړندی شي.
انتظامي چارواکي وايي، چې کوم کسان په رضاکارانه توګه افغانستان ته بېرته ستانه نه شي، پر ضد به یې اقدام پیل شوی دی چې پکې پولیس، لیويز او ایف سي ځواکونه برخه لري.
بل لور ته کډوال شکایت کوي چې پخوا د کوټې نه تر کندهاره د هر ټرک کرايه یو لک روپۍ وه، خو اوس ترې دوه لکه روپۍ اخیستل کېږي.


