ویب ډیسک
د بښنې نړیوال سازمان سویلي آسیا څانګې دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې علي وزیر له یوه کال راهیسې په ناحقه زنداني دی.
بیان کې راغلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او مرکزي غړي، علي وزیر پر ضد بې اساسه قضیې جوړې شوي، څو یې د بند موده وغځول شوي.
علي وزیر چې د پي ټي ایم مخکښ او د پاکستان د قامي اسامبلۍ مخکېنی غړی دی، د تېر کال له اګسټ راهیسې پاکستاني پولیسو نیولی او زنداني دی.
پښتون سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي، افراسیاب خټک د علي وزیر د خوشې کولو بیان پر خپلې ایکسپاڼې بیا خپور کړی دی.
په تېره فبرورۍ کې د پي ټي ایم رهبرۍ شورا د پښتونخوا، خیبر دروازې ته څېرمه د علي وزیر، نصیر کوکي خېل، حاجي عبدالصمد خان او نورو غړیو د نیول کېدو پر ضد پرلت کړی و.
د یادونې وړ ده چې د پاکستاني ریاست پولیسو لا هم نصیر کوکي خېل، حاجي عبدالصمد خان او علي وزیر د نړیوال بشري سازمانونو د غوښتنو سربېره یې په بند کې ساتلي دي.
# #KPK #ALIWAZIR @UN #PTM


