پښتو جرنل
د کوټې په مطبوعاتو دوتر کې د عوامي نیشنل ګوند (اے این پي) تر مشرۍ لاندې د ټولو ګوندونو ملي جرګه د مرکزي صدر سینیټر ایمل ولي خان په مشرۍ جوړه شوه، چې پکې د نیشنل پارټي، بي این پي، جماعت اسلامي، پیپلز پارټي، پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او بلوچستان پیس فورم مشر نوابزاده لشکري رئیسانی په ګډون د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشران ګډون وکړ.
په غونډه کې په بلوچستان کې د ناامنۍ، د ماین او منرالو قانون ۲۰۲۵، د ځمکو جعلي الاټمنټ، د لیويز ځواک په پولیس کې ادغام او د سیاسي فعالانو نیونې په ګډون ګڼ مسایل تر بحث لاندې راغلل.
د غونډې په ګډ اعلامیه کې ویل شوي چې په صوبه او پښتونخوا وطن کې ترهګري، په لویو لارو د ټرانسپورټ او تجارتي موټرو بریدونه او د مسافرو تښتونې پېښې د اندېښنې وړ دي، او غوښتنه وشوه چې د دې پېښو د ختمولو او د ولس د مال او ځان د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته شي.
کانفرانس د ماینز او منرالو قانون ۲۰۲۵ په بشپړ ډول رد کړ او دا یې د اتلسمې ترمیم پر ضد یوه سازش وبلله، او اعلان یې وکړ چې ټولې جمهوري قوتونه به په ولسي او عدالتي کچه د دې قانون پر ضد ګډه مبارزه کوي.
همدارنګه یې غوښتنه وکړه چې لیويز ځواک د عصري معیارونو سره سم جوړ شي او د دې ځواک پولیس ته ادغام بیرته واخېستل شي.
مشرانو غوښتنه وکړه چې د ایالت د پښتون او بلوڅ قامونو د ابا و اجدادو د ځمکو جعلي الاټمنټ او انتقالات سمدستي لغوه شي، په زیارت، هرنایي، قلات، نوشکي، هربوۍ، برشور، توبه کاکړي او قلعه سیف الله په ګډون بېلابېلو سیمو کې د ځمکو ناقانونه انتقال مخه ونیول شي او تاریخي تجارتي لارې بېرته فعالې شي.
په اعلامیه کې د سیاسي فعالانو نیونې او جبري ورکېدنې د آیین جدي سرغړونه وبلل شوه او غوښتنه وشوه چې علي وزیر، غفار قمبراني، ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په ګډون ټول مشران خوشې کړل شي او ټول سیاسي مقدمې او بندیزونه پای ته ورسېږي.
کانفرانس د آزادې میډیا پر بندیزونو، په ټولنیزو شبکو د محدودیتونو او د پیکا قانون په څېر قوانینو د لغوه کولو، د وکیلانو د تحریک ملاتړ، د زراعتي ټیکس ختمولو، له ایران او نورو هیوادونو څخه د مېوو پر وارداتو د ټیکس لګولو او د بلوچستان یوازینۍ کرنیزې پوهنتون د فعالولو غوښتنه وکړه.


