یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستانۍ رسنۍ وايي، د بلوچستان په مستونګ کې پر جعفر ایکسپریس اورګاډي...

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د بلوچستان په مستونګ کې پر جعفر ایکسپریس اورګاډي چاودنه شوې ده

ویب ډیسک

 

د راپورونو له مخې، د چاودنې له امله د اورګاډي ۶ ډبې یا بوګۍ له وسپنې پټلۍ لوېدلې دي.

 

تراوسه د دغې چاودنې نوعیت نه دی معلوم او نه هم د مرګ ژوبلې په تړاو جزییات خپاره شوي دي.

 

د پاکستان رېل پټلۍ ادارې ویلي، چې دا اورګاډی له کویټې راولپېنډۍ ته روان و.

 

پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د دغې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

 

تېره مارچ میاشت کې هم بلوڅ وسله والو پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د مرګوني برید مسوولیت ومانه، چې د شاوخوا ۵۰۰ مسافرو له ډلې لسګونه ووژل.

 

د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې هغه برید هند طرحه کړی و او د افغانستان له خاورې رهبري کېده، خو طالبانو دا ادعا رد کړې وه.

 

# #PAKISTAN #BALOCHISTAN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه