دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه وايي،، پاکستان هغه ژمنې ماتې کړې دي چې د کډوالو...

ملګري ملتونه وايي،، پاکستان هغه ژمنې ماتې کړې دي چې د کډوالو منلو په برخه کې یې کړې وې.

ویب ډیسک

له پاکستان څخه په اجباري ډول د افغان کډوالو شړلو ته په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) ویلي، پاکستان هغه ژمنې ماتې کړې دي چې د کډوالو منلو په برخه کې یې کړې وې.

 

دغې کمېشنرۍ له پاکستانه غوښتي چې د «پي.او.ار» افغان کارټ لرونکو کډوالو جبري اخراج لړۍ ودروي او د دې کارټونو د اعتبار موده وغځوي.

 

یو.اېن.اېچ.سي.آر دغه راز نیوکه کړې چې، پاکستان د قانوني افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ټاکل شوې نېټې مخکې شړل پیل کړې او دا یې یوه غیر عادلانه پرېکړه بللې ده.

 

یادې کمیشنرۍ همدارنګه پر پاکستاني لوري غږ کړی چې د افغانانو د رضاکارانه، تدریجي او باعزته راستنېدو لپاره انساني چلند غوره کړي.

 

پاکستان له دې وړاندې پرېکړه کړې وه، چې د پي او آر کارټ موده به د روانې اګسټ میاشتې تر پای وغځوي.

 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مالوماتو له مخې، د روان کال د اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې د جولای تر پایه له ایرانه ۱.۴ میلیونه او له پاکستانه بیا څه باندې ۳ سوه زره افغان کډوال جبراً شړل شوي دي.

 

بل خوا افغان کډوال وایي، پاکستان کې يې د نیولو او ځورولو لړۍ ورځ تر بلې مخ په چټکېدو ده او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې هلته د افغان کډوالو حقونه خوندي کړي.

 

د چارو شنونکي وایي، ایران او پاکستان افغان کډوال د فشار د آلې په توګه کاروي او په خبره یې دغه هېوادونه نه غواړي د افغان کډوالو په برخه کې د نړیوالو غوښتنو ته غوږ ونیسي.

 

# #Afghanistan #AfghanRefugees #IOM #UNHCR @UN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه