ویب ډیسک
د هند د ملي امنیت سلاکار، اجیت دووال روسیې ته په خپل سفر کې د روسیې د امنیت شورا له منشي، سرګي شویګو او بیا له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي دي.
د نوي ډيلي او مسکو په دوه اړخیزو امنیتي خبرو کې د ستراتیژيکې ملګرتیا پر دوام ټینګار شوی دی.
د روسیې د امنیت شورا منشي او د هند د ملي امنیت سلاکار په خپلو خبرو کې ویلي، چې د معاصرې نړۍ ننګونو سره به مبارزه وکړي او دا جوړه شوې ستراتیژيکه اړیکه به ساتي.
کرملین ماڼۍ د اجیت دووال او د ولسمشر ولادیمیر پوتین د لیدنې په تړاو نور جزییات نه دي خپاره کړي.
د هند او روسیې د ستراتیژیکې ملګرتیا پر دوام ټنیګار وروسته له هغې دی، چې ولسمشر ټرمپ د هند پر صادراتو ۲۵ سلنه مالیه لوړه کړه، چې د اګسټ تر پای به عملي شي.
د سه شنبې په ورځ کریملین پر امریکا هم تور ولګاوه چې پر نوي ډیلي غیرقانوني سوداګریز فشار واردوي او ویې ویل چې هند د دې حق لري له هر چا سره چې وغواړي سوداګري وکړي.
دا داسې مهال ده ده چې له ۲۰۲۲ وروسته چین او هند د روسیې د سمندري نفتو تر ټولو ستر پېرودونکي شوي دي، چې د دووال په تازه سفر کې هم په دې اړه خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ټرمپ د سوداګریزې جګړې له امله روسیه، چین او هند یوځای شوي او ټاکل شوې، چې په دې لړ کې د هند لومړی وزیر، نریندرا مودي له اوو کلونو وروسته چین ته هم ولاړ شي.
# #India #Russia #China #US


